یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

احمدالشرع:له اسرائیلو نه ډارېږو، خو د سوریې د ولس ګټې او سولې خوندیتوب راته مهم دي

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع په تازه څرګندونو کې ویلي، د اسرائیلو له جګړې نه ډارېږم ؛ خو د سوریې د ولس ګټې او سولې خوندیتوب راته مهم دي. نوموړي ټینګار کړی، چې د جګړې او داخلي اصلاحاتو ترمنځ یې د نورو ویجاړیو د مخنیوي لپاره د اصلاحاتو لاره غوره کړې ده. بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله اېکس پاڼه په سوریه کې د تاوتریخوالي پر پراخېدو اندېښنه ښودلې. ګوترېش زیاته کړه، چې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندي. نوموړي لیکلي «زه د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیته د سرغړونې د سملاسي درېدو غوښتونکی یم.» دا په داسې حال کې ده، چې پرون ‏اسراییلي پوځ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې هوایي بریدونه وکړل. نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و، چې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان دي. دغه بریدونه وروسته له هغې شوي، چې اسراییل ګواښ وکړ که د سوریې دولتي ځواکونه د هېواد له سویلي برخې ونه وځي، خپل بریدونه به پراخ کړي.

- Advertisment -spot_img