دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

صالح محمد نړيوالو سياليو کې د سنوکر د غوره لوبغاړو پړاو ته لاره ومونده

المپیک ملي کمېټې خبر ورکړی، چې د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح‌محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړیوالو سیالیو کې د بحرین او عمان لوبغاړو ته ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته ووت.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح‌محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړيوالو سیالیو د ماسټرانو برخه کې د بحرین او عمان هېوادونو لوبغاړو ته د ۳ – ۰ نومرو په توپیر ماتې ورکړې او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته یې لاره ومونده.
المپیک ملي کمېټې زیاته کړې، دغه سیالۍ د ماسټرانو او شپږو بالونو په دوو جلا برخو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولۍ  صالح‌محمد محمدي د لویانو او احمد نعمان نعمان د نويو ځوانانو کټګوریو کې کډون کړی دی.
سرچینې لیکلي چې صالح‌محمد به په دغو سیالیو کې خپله بله لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې د متحده عربي اماراتو له لوبغاړي محمد الجوکر سره ترسره کړي.
د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د جولای په ۱۳مه د بحرین په کوربه‌توب په مانامه ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.

- Advertisment -spot_img