شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سور صلیب:طالبان دې ستنو شویو افغان ماشومانو د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی، چې له ایرانه راشړل شوي افغان ماشومان له سختو انساني شرایطو، شدیدې ګرمۍ او روغتیایي ستونزو سره مخ دي.

سور صلیب تبه، د پوستکي ناروغۍ، ساري ناروغۍ، له کورنیو جلا کېدل او د خوړو او ښوونې سربېره د دایمي سرپناو نشتوالی هغه جدي اندېښنې یادې کړي، چې دوی یې اندېښمن کړي دي.
د یادې کمېټې یوې غړې، نیوکل ون بتنبورګ ویلي، افغانستان هېر شوی بحران دی او نړۍ کې اوس ګڼ نور کړکېچونه هم روان دي، چې د نړیوالو پام یې اړولی دی، خو د دوی په باور اوس د افغانستان عام وګړي څنډې ته شوي دي.
هغې خبرداری ورکړی، چې راستنېدونکي یوازې د پولو پر سر له ستونزو سره نه دي مخ، بلکې کله چې افغانستان ته داخل شي، باید د سرپناه، ژوند کولو او ژوند بېرته جوړولو لپاره هڅې وکړي.
له ګاونډیو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د شړولو په تړاو سختې اندېښنې موجودې دي او باورونه دا دي، چې دا هېوادونه به د ميلیونونه افغانانو په شړلو سره انساني فاجعه رامنځته کړي.
دغه راز د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت مشرې، هرات ته په وروستي سفر کې هم ورته اندېښنه څرګنده کړې وه.
نوموړې خبرداری ورکړی، چې دا د نړیوالې ټولنې لپاره د خطر زنګ دی.
د نړیوالو مرستندویه ټولنو سربېره د طالبانو پر حکومت غږ کېږي، چې په ځانګړې توګه هېواد ته د ستنو شویو افغان ماشومانو، روغتیا، خوړو، ښوونې او د دایمي سرپناه په برخو کې جدي هڅې وکړي.

- Advertisment -spot_img