جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران ته د نتانیاهو خبرداری؛ د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلئ

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ويلي، د امریکا او ایران له هغې احتمالي هوکړې ملاتړ کوي، چې په کې د یورانیم پخول او د ۴۸۰ کیلومټره لیرې واټن ویشتونکو توغندیو تولید شامل نه وي.
د هغه په ټکو، “که چیرته داسې یو هوکړه کېږي، چې د اسرائیلو شرطونه په کې منل شوي وي، ترې ملاتړ کوي”.
هغه وړاندې له ایرانه و
غوښتل چې په سیمه کې دې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تمه ده د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو شپږ پړاو په عمان کې پیل شي.
تراوسه د دې خبرو اترو دقیقه نېټه نه ده معلومه.
خو ایران د دې خبرو له پیله وړاندې ویلي، د یورانیم پخول نه دروي.

- Advertisment -spot_img