د طالبانو مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د نړیوالې جنایي محکمې وروستي حکم ته توند غبرګون ښودلی او ویلې یې دي: یوځل بیا د نړېوالې محکمې تر نوم لاندې یوه نهاد اعلان کړی چې د طالبانو ځینې مشران باید ونیول شي او محاکمه کړای شي.
داسې اعلانونه او اوتې بوتې، د طالبانو په کلک هوډ او شرعي موقف باندې هېڅ اغېز نه شي کولای.
موږ د نړیوالې محکمې په نوم او عنوان هیڅ نهاد نه پيژنو او نه ورته کوم التزام لرو.
په داسې حال کې، چې غزه کې د اسرائیلي صهیونیست رژیم او د هغو د بهرنیو ملاتړو لخوا نسل وژنه روانه ده او د په اصطلاح نړیوالې محکمې تر سترګو لاندې هره ورځ سلګونه ښځې او ماشومان بې له کوم دلیله وژل کېږي د بشرحقوقو، نړیوالې محکمې او انصاف شعارونه ورکول د شرم او خجالت خبره ده.
د طالبانو رهبري او مشرانو په افغانستان کې د اسلامي شریعت د سپيڅلو قوانینو په اساس بېساری عدالت حاکم کړی.
د اسلامي شریعت قوانینو ته د بشر خلاف او ظلم نسبت کول او تطبیق کوونکو ته یې د نیولو او محاکمې کولو اخطارونه ورکول، د اسلام له سپېڅلي دين او شرعي قوانینو سره ښکاره دښمني او کرکه په ډاګه کوي او د ټولو مسلمانانو معتقداتو ته سپکاوی دی.



