طالب او پاکستاني چارواکو د وحشي ژویو د قاچاق پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او هوکړه یې کړې،چې په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې راپور ورکړی،چې د یادې ادارې مشر مولوي مطیعالحق خالص او ورسره پلاوي د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکک کې د واورین پړانګ د ساتنې (GSLEP) عمومي کنفرانس په څنډه کې د پاکستان د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې له وزیرې شزرا منصب علي خان سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د وحشي ژویو او حیواناتو د ناقانونه قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې هوکړه وکړه او پرېکړه یې کړې،چې په دې برخه کې به یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.
سرچينې زیاته کړې، یاده کمېټه به د ناقانونه ښکار او قاچاق د مخنیوي ترڅنګ د نړیوالو صندوقونو او چاپېریالي پروژو د جذب او همغږۍ په برخه کې هم فعالیت کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، د غونډې یوه بله مهمه موضوع د اقلیم بدلون و،چې دواړو لورو د ګډو اقلیمي ستونزو د حل لپاره پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لیکلي، هغوی ژمنه کړې،چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به ګډ ګامونه پورته کوي او د سیمې په کچه به د ګډو چاپېریالي هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي.



