دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین غواړي له مریخ سیارې ځينې ډبرې را کوزې کړي

چین فضا ته د تیان‌ون-۲ پلټونکې بېړۍ په لېږلو، د ځمکې ته نژدې د یوې لرغونې سیارې د ډبرو د نمونو راټولولو لپاره خپل لومړنی ماموریت پیل کړ.

دغه ماموریت د چین د فضایي هڅو برخه ده چې په راتلونکو لسو کلونو کې پلی کېږي او په کې د سپوږمۍ تیاره برخې ته د روباټونو د ښکته کولو، د ملي فضایي تمځي(سټېشن) جوړولو او تر ۲۰۳۰ م کال پورې سپوږمۍ ته د انسان د استولو لپاره پراخه پانګونه شامله ده.

لانګ مارچ ۳بی توغندی وړمه شپه یوه بجه او ۳۱ دقیقې د ژیچانګ د سپوږمکۍ توغولو له مرکزه پورته شو او تیان‌ون-۲ روباټي پلټونکی یې فضا ته واستاوه.

د چین رسمي خبري آژانس شینهوا د تیان‌ون-۲ توغول تائید کړل او دا یې “یو بشپړ بری” وباله.

تمه کېږي چې دغه پلټونکی به د ۲۰۲۶ تر جولای پورې د “۴۶۹۲۱۹ کاموʻآلویا” په نوم یوې سیاره‌ګۍ ته ورسېږي، چې له ځمکې څخه له ۱۵ تر ۳۹ میلیون کیلومتره لیرې ده.

وړاندوینه شوې چې تیان‌ون-۲ به د لرغوني ګیلیکسي دورې ډبرې راټولې کړي او د ۲۰۲۷ م کال په نوومبر کې یې ځمکې ته راوړي.

ورپسې به دا پلټونکی خپل دوهم هدف، په اصلي کمربند کې د “پی۳۱۱/پان سټارز” په نوم د یوې بلې سیاه ګۍ په لور سفر وکړي. دا به څو کاله وخت ونیسي، ځکه چې له ځمکې سره د دې کوچنۍ سیارې تر ټولو نژدې واټن شاوخوا ۱۳۷ میلیون مایله دی.

دا سیاره ګۍ په اصلي کمربند کې د مریخ او مشتري ترمنځ موقعیت لري او د عادي سیارو په پرتله لمر ته ډېره نژدې ده.

دغه عجیب ځای ښايي عادي سیاره ګۍ ونه لري، ځکه چې د عادي سیاره ګیو کنګلونه د تودوخې له امله بړاس کېږي.

د چین د فضايي څېړنو د ملي ادارې یوه چارواکي ویلي چې تیان‌ون-۲ به د “کاموʻآلویا” او “پی۳۱۱” د اساسي ځانګړتیاوو ژوره مطالعه وکړي او ښايي د دوهمې سیاره ګۍ له اړخه مواد راټول کړي.

سپوږمۍ ته د چین تر بریالیو ماموریتونو له “کاموʻآلویا” څخه د نمونو راوړل خورا سخت دي، ځکه چې د دې سیارې جاذبه ډېره کمه ده او دا د ښکته کېدو او نمونو راټولولو کار ستونزمنوي.

په ۲۰۱۰ م کال کې د جاپان هایابوسا ماموریت له یوې کوچنۍ سیارې څخه د نمونو راټولولو لومړنی ماموریت و. ورپسې، په ۲۰۱۹ م کې د ریوګو ماموریت ترسره شو.

په ۲۰۲۰ م کال کې، امریکا له یوې سیاره ګۍ څخه د نمونو راټولولو خپل لومړنی ماموریت ترسره کړ او له بینو سیاره ګۍ څخه یې نمونې ځمکې ته راوړې.

- Advertisment -spot_img