تاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د طالبانو لوړ پوړی استازی به په لومړي ځل د روسیې په مسکو کې د امنیتي مسایلو په اړه په ۱۳مه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مې په نمايي کې هم د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې په تاتارستان کې په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر کړی و چې دغلته یې له روسي چارواکو سره هم لیدنې کتنې درلودې.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو لوړ پوړی غړی به د لومړي ځل لپاره د امنیتي مسایلو د لوړپوړو استازو په غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه د مې میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې په مسکو کې جوړېږي، چې په کې به د جنوب ختیځې اسیا د ټولنې غړي هېوادونه، بریکس هېوادونه، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د خپلواکو، هم ګټو هېوادونو د سازمان استازي په کې ګډون وکړي او د سيمې او نړۍ پر وضیعت به غیر رسمي څو اړخیزې خبرې اترې او بحثونه کوي.
د طالبانو سرپرست حکومت تر دې دمه په رسمي توګه په دې غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
روسیې په دې وروستیو کې طالبان د ممنوعه ډلو له لېسته ایستلي او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راهيسې د طالبانو حکومت یې که څه هم په رسمیت نه دی پېژندلی خو ورسره نژدې اړیکې پالي.



