د ایران او امریکا تر منځ پنځم پړاو مذاکرات پرون جمعه د اېټالیا په پلازمېنه روم کې د عمان په منځګړیتوب پای ته ورسېدل.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د تهران د اټومي پروګرام په تړاو د لسیزو اوږدو اختلافونو د حل لپاره په خبرو اترو کې محدود پرمختګ شوی، خو لا هم مذاکرات وروستیو پایلو ته نه دي رسېدلې.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې د ایران او امریکا تر منځ خبرې له لږ پرمختګ او وروستیو پایلو پرته پای ته ورسېدې.
نوموړي زیاته کړې، هیله لرو چې پاتې موضوعات به په راتلونکو ورځو کې روښانه شي.
د ایران او امریکا تر منځ د لوړې کچې پنځم پړاو خبرې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او منځني ختیځ لپاره د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف په مشرۍ په روم کې وشوې.
عباس عراقچي له دې مذاکراتو وروسته د ایران دولتي ټلوېزیون ته ویلي، چې دا له ټولو مسلکي پړاو و؛ که څه هم چې هوکړې ته نه یو رسېدلي، خو ایراني لوری نهیلی نه دی.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ د ایران دریځ روښانه کړی او اوس په معقوله لاره روان یو. زما له انده دا خپله د پرمختګ نښه ده.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې دا خبرې په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه شوې او له دوو ساعتونو څخه یې زیات دوام کړی دی.



