یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اوکراين سرحدي ځواکونو ۸ تنه افغانان نيولي

اوکرایني چارواکو خبر ورکړی، چې د دوی پوله‌ساتو ځواکونو هغه اته افغان اتباع نیولي،چې په غیرقانوني توګه یې دغه هېواد ته د ننوتلو هڅه کوله.

د راپورونو له مخې چې دا ۸ افغان اتباع په غیرقانوني توګه د بلاروس له لارې اوکراین ته ننوتل، خو د اوکرایني پوله‌ساتو ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د سرچینې پر وینا چې د نیول‌شویو افغان اتباعو د هویت او اوکراین ته د دوی د ننوتلو د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د اوکراین حکومت له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې د خپلو سرحدونو د امنیت ټینګښت ته زیات پام اړولی او تر دې مخکې یې هم د بېلابېلو هېوادونو لسګونه غیرقانوني اتباع نیولي دي.

د ویلو ده،چې په اوکراین سربېره له تېرې یوې لسیزې راهیسې د سیمې په نورو هېوادونو کې هم د «غیرقانوني» افغان اتباعو نیول پیل شوي دي.

غیر قانوني کډوال ډېری وخت د بلاروس له لارې اروپایي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

د اوکراین په سرحد کې دا افغان اتباع داسې مهال نیول کېږي چې له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې یاد هېواد د روسیې تر خونړیو بریدونو لاندې دی او هره ورځ په کې د خونړیو چاودنو راپورونه ورکول کېږي.

- Advertisment -spot_img