یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ډېر ژر به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بې مسئوليته وتلو څرنګوالی مالوم شي

د امریکا دفاع وزیر «پیت هګست» پرون دوشنبې اعلان کړی،چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د “ناورین” وتلو په اړه د ځانګړې څېړنې موندنې به ډېر ژر خپرې شي.

ښاغلي هګسیت له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي،چې د څېړنو پایلې ممکن د سې‌شنبې یا چهارشنبې په ورځ خپرې شي او ټینګار یې وکړ،چې پنټاګون ژمن دی،چې بشپړه څېړنه وکړي او ټول مسئول کسان حساب ورکړي.

هګست ویلي،چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ناڅاپي او ویجاړونکي وتل، چې ورسره د طالبانو لاس ته د کابل چټک سقوط هم مل و، د بایډن ادارې د بهرني سیاست یو له تیارو ټکو څخه و.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو له افغانستانه د ځواکونو وتل “شرمناک” بللي او ژمنه یې کړې،چې د دې ناکامۍ مسئولیت به وڅېړي.

هیګست، په خپله د عراق او افغانستان جګړو تجربه لرونکی دی، هغه ویلي د پوځي او سیاسي پرېکړې کولو په ګډون به د وتلو ټول اړخونه تر پوښښ لاندې راولي.

هغه فاکس نیوز ته دا هم ویلي، هدف یې دا دی چې “د راتلونکي لپاره درسونه زده‌کړي ترڅو داسې غمیزه بیا پېښه نه شي.”

د ۲۰۲۱ م کال په اګست کې د امریکايي ځواکونو وتل له پراخو نیوکو سره مخ شول، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د کابل په هوايي ډګر کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات يې پریښودل شول او د طالبانو لاس ته ولوېدل.

د امریکایي ځواکونو ناڅاپي وتل تل د امریکا د اوسني ولسمشر په ګډون له ډېرو نیوکو سره مخ شوي دي.

تېره اوونۍ، منځني ختیځ ته د خپل سفر په جریان کې، ډونالډ ټرمپ، په قطر کې د العدید په هوايي اډه کې امریکایي سرتېرو ته په خپله وینا کې، یو ځل بیا يادونه وکړه، که هغه ولسمشر وای، نو د بګرام هوايي اډه به یې نه پرېښوده، چې چین ته نږدې ده.

هغه یو ځل بیا ادعا وکړه،چې دا هوايي اډه اوس مهال د چین په اشغال کې ده.

لومړني راپورونه ښيي چې کاري ځواک په استخباراتي ناکامیو او کمزورې همغږۍ تمرکز کوي.

دوی د بایډن اداره د دې پروسې دفاع کوي او دا له طالبانو سره د دوحې د تړون پایله بولي.

- Advertisment -spot_img