جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پارک : له ایران او پاکستانه د کډوالۍ دوهمه څپه پر لار ده

د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې مې هیونګ پارک ویلي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو دوهمه څپه پر لاره ده.

نوموړې دغه څرګندونې پرون دوشنبه د اروپایي ټولنې په څلورمې بشري ناسته کې کړې دي.

پارک له ایران او پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو پر وضعیت د اندېښنې په ځرګندولو سره ویلي، چې له پاکستانه د کډوالو د ستنېدو پرمهال دوی ته د خپلو شتمنیو د پلورلو او لېږد اجازه هم نه ورکول کېږي.

د دوهمې څپې خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۵۳۲ تنه افغانان کډوال ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شول.

دغه کډوال پاکستان کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله زنداني شوي وو.

سرچینه سپین بولدک کې د طالبانو د سرحدي آمریت له قوله ویلي، چې پرون دوشنبه یې ۲۸۶تنه افغانان چې له یوې تر دوو ورځو د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې ساتل کېدل بېرته راخوشي او هېواد ته راستانه کړای شول.

دغه راز د تېرې یکشنبې په ورځ هم د پاکستان له بندخونو ۲۴۶ تنه افغانان راخوشي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خورا د اندېښنې وړ بلل کېږي او هره ورځ سلګونه کسان په جبري توګه له دغه هېواده شړل کېږي.

- Advertisment -spot_img