وفا خبري اژانس خبر ورکړی، چې نن سې شنبې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې څه باندې ۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزې روغتیایي کارکوونکو هم تائید کړې چې د ماشومانو او ښځو په ګډون روغتیایي مرکزونو ته د څه باندې ۶۰ تنو جسدونه لیږدول شوي دي.
له دې وړاندې د غزې د مدني دفاع سازمان اعلان کړی و،چې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۴۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
بلخوا، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې د بشپړ نیولو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې تر ۵۰۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده،له هغې وروسته، چې اسرائیلو غزې ته د بشري مرستو لاره د اوږدې مودې لپاره وتړله، پرون څو لاریو ته چې خوراکي توکي پکې بار وو، د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.



