نړیوالو رسنیو راپور ورکړی،چې د ټرمپ اداره د غزې له تړانګې څخه لیبیا ته د شاوخوا یو میلیون فلسطینیانو د دایمي لېږدولو پلان لري.
اینبيسي نیوز د پنځو سرچینو په حواله راپور ورکړی،چې له دې موضوع سره بلد دي، چې پلان یوې جدي مرحلې ته رسېدلی او امریکایي چارواکو دا موضوع د لیبیا له مشرانو سره راپورته کړې ده.
د راپور له مخې، د فلسطینیانو د منلو په بدل کې، امریکا به د لیبیا په میلیاردونو ډالر شتمنۍ خوشې کړي،چې له یوې لسیزې څخه ډېر وخت دمخه کنګل شوې وې.
پلان، چې جزئیات یې لا هم روښانه نه دي، د راپورونو له مخې له ګڼو لوژستیکي او سیاسي ننګونو سره مخ دی.
له غزې څخه لیبیا ته د یو میلیون خلکو لېږدول، چې شاوخوا ۱۳۰۰ میله لرې دی، به پیچلي پلان جوړونې او لویو لګښتونو ته اړتیا ولري، چې جزئیات یې لا نه دي ورکړل شوي.
حماس دا پلان رد کړی او ټینګار یې کړی،چې فلسطینیان خپل وطن ته ژمن دي. تر اوسه پورې، نه د امریکا حکومت او نه هم د لیبیا چارواکو په رسمي ډول راپور ته ځواب نه دی ویلی.



