د امریکا د لاس انجلس د المپیک کمېټې ويلي، که دا ښار د ۲۰۲۸ م کال المپیک لوبو ته غوره شو، د سیالیو نندارچیانو ته به د هوايي ټکسي اسانتیاوې برابرې کړي.
یادې کمېټې ویلي،چې د «ارچر» د هوايي چلند له کمپنۍ سره یې په همکارۍ خبرې کړې،څو د المپیک مینهوال د ښار له ترافیکي ګڼې ګوڼې خلاص کړي.
ټاکل شوې، ارچر شرکت د المپیک او پارالمپیک لوبو لپاره د هوايي ټکسي خدمات برابر کړي.
دغه شرکت په خپلو هوايي ټکسیانو د لاس انجلس سپورتي سالونونو ته یو شمېر سپرلۍ هم رسولې دي.
هوايي ټکسي، د عادي ټکسي موټرونو په شان څلور سپرلۍ وړلی او د هیلي کوپتر په شان هر ځای کېناستلی او ورڅخه الوتی شي.



