له یوې اوونۍ ځنډ وروسته، د ایپياېل ستر لیګ نن د ارسيبي او کلکتې په لوبې پیلېږي. هغه لوبغاړي چې له هند څخه وتلي وو، د افغان لوبغاړو په ګډون ډېری یې بېرته هند ته ستانه شوي او له خپلو اړوندو لوبډلو سره یو ځای شوي دي.
د ایپياېل ستر لیګ نن شنبې د ویرات کوهلي ارسيبي او رحمانالله ګربز کلکتې لوبډلو په لوبې پیلوي.
دغه لوبه به د هند په بنګلور کې ترسره شي.
هغه لوبغاړي چې له هنده وتلي وو، ډېری یې بېرته هند ته ستانه شوي، له دې ډلې څخه افغان لوبغاړي راشد خان او کریم جنت له ګجرات، رحمانالله ګربز له کلکتې، عضمتالله عمرزی له پنجاب، نوراحمد له چینای، مجیب رحمان له ممبي او صدیقالله اتل له ډهلي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
د هندي کرکټ بورډ بی سي سي ای پر وینا، د دغه لیګ پاتې لوبې به د مې له ۱۷مې د جون تر ۳مې په شپږو ښارونو کې ترسره شي.
باید وویل شي چې صدیق اتل په لومړي ځل د هند غوره لیګ کې لوبېږي او د دغه لیګ تر ځنډېدو وړاندې له ډهلي لوبډلې سره تړون کړی و.
په همدې حال کې تر اوسه هند ته د فضل فاروقي ستنېدو په اړه معلومات نشه، خو ښایي نوموړی هم په لنډ وخت کې له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.
فاروقي له راجستان رویلز لوبډلې سره لوبېږي.
د یادولو ده چې د ایپياېل سیالۍ د هند او پاکستان ترمنځ جګړې له امله ځنډېدلې وې.



