پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل ښاريان د کورونو له لوړې کرايې سر ټکوي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي،چې په کرایي کورونو کې اوسېږي، د کرایې له لوړېدو شکایت کوي.

دوی وايي چې په وروستیو میاشتو کې د کورونو کرایې په بې ساري ډول لوړې شوې او طالبانو ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

دوی له طالبانو غواړي، چې د خلکو اقتصادي ستونزې ته په کتو د کورونو نرخ وټاکي،ځکه د کډوالو او داخلي راستنېدونکو له پراخ حضور سره هممهاله، د خلکو لپاره د کرایي کور موندل خورا ستونزمن شوي دي.

په دې وروستيو کې يو شمېر کابل مېشتي د لوړو کرایو له امله اړ دي،چې له مرکزه لېرې سیمو ته یا هغو کورونو ته کډه شي،چې لږې اسانتیاوې لري.

دوی زياتوي،چې په ځینو مواردو کې د کرایې ورکولو لپاره د خپل ژوند اړین توکي پلوري.

د کاري فرصتونو له نشتوالي، په هېواد کې د بې وزلۍ او لوږې له ډېرېدو او د بهرنیو مرستو له کمېدو سره هممهاله، د هېوادولو پر وړاندې ننګونې خورا زیاتې شوې دي.

ډېری خلک وايي،چې دوی ان د یو وخت خوړو د برابرولو توان له لاسه ورکړی او په دې حالت کې، د کرایې زیاتوالي د دوی ستونزې نورې هم ژورې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده،چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د روان کال په اپریل کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۸۰زره کډوال په زور یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو راستنېدل او ښاري سیمو ته د هغوی پراخ راتګ په کابل کې د کورونو پر بازار ژور اغېز کړی دی.

- Advertisment -spot_img