د هند کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او نړیوال ستوري ویرات کوهلي له ټسټ سیالیو سره مخه ښه کړې.
ویرات کوهلي د ۱۴ کلونو پرمهال د هند لپاره په ۱۲۳ سیالیو کې لوبې وکړې،چې په ټولیزه توګه یې، دې سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۹۲۳۰ منډې وکړې.
نوموړي همدا راز په ۶۸ ټسټ لوبو کې د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه هم ټاکل شوی دی. په ټسټ سیالیو کې د نوموړي د منډو جوړولو اوسط ۴۶.۸۵ دی.
کوهلي نن دوشنبې د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه بیان کې له ټسټ سیالیو خپله استعفا اعلان کړه.
هغه ویلي، دا ورته ستونزمنه وه چې له ټسټ سیالیو سره مخه ښه وکړي، خو هېڅکله یې دا نهوه انګېرلې،چې د کرېکټ په دې فارمټ کې به دومره مخته لاړ شي.
د هند کرېکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي تېرکال د شل اووره سیالیو نړیوال جام له ګټلو وروسته د هند له روهیت شرما سره یوځای له دې فارمټ هم لاس واخیست.
ویرات کوهلي د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مینهوال لري او د خپلې ښې لوبې له امله خورا نوموتی دی.



