پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

زيلينسکي: چمتو یم له پوتین سره ترکیه کې وګورم

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر وغوښتل څو له پوتین سره د مخامخ خبرو وړاندیز ومني، زیلينسکي چمتووالی نیولی،چې له پوتین سره په ترکیه کې وګوري.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي ویلي، له پوټین سره لیدنې لپاره چمتو دی.

نوموړي څرګنده کړې: «زه به پنجشنبې ترکیه کې پوټین ته په تمه یم. هیله‌من یم چې دا ځل روسیه پلمه ونه لټوي.»

هغه له اوکراین سره د مذاکراتو د بیا پیل لپاره د روسیه اقدام «مثبته نښه» بللې ده.

هغه څرګنده کړې: «موده کېږي چې ټوله نړۍ د دې شېبې په تمه ده او د هرې جګړې پای ته رسولو لپاره لومړی ګام اوربند دی.»

د یادونې ده چې پرون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو،چې د جګړې پای ته رسولو لپاره یې اوکراین ته د مخامخ خبرو وړاندیز کړی دی.

پوتین زیاته کړې وه چې د یادو خبرو موخه باید د یوې دوامدارې سولې رامنځته کول وي.

- Advertisment -spot_img