اسرائیلو یوځل بیا د یمن پر حُدیده بندر برید کړی دی. دا خبر پرون د حوثیانو د کورنیوچارو وزارت ورکړی.
د اسرائیلو پوځ پرون له دې مخکې د حوثیانو تر ولکې لاندې د دریو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې له خپلو سیمو ووځي.
اسرائیل د راس عیسا، حدیده او صالیف سیمو اوسېدونکو ته ویلي،چې ایران پلوه حوثي ډله له دې بندرونو کار اخلي، خو د سبا په نوم د حوثیانو تر ادارې لاندې د دولتي خبري آژانس مشر نصرالدین امر د یمن پر بندرونو د اسرائیل د حملې په اړه راپورونه رد کړل.
اسرائيلو تراوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
د اسرائیلو د تازه حملې خبر څو ورځې وروسته له هغه ورکول کېږي،چې د حوثي ډلې له خوا د اسرائیلو پر لور یو ویشتل شوی توغندی شنډ شو.
دا داسې مهال ده،چې ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په روانه اوونۍ کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.



