د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د اسرائیل او امریکا پر پلان نیوکه کړې او ویلي یې دي،چې دغه راز پلانونه غزه کې د ماشومانو او کورنیو ژوند له لا زیات ګواښ سره مخ کوي.
رویټرز راپور ورکړی،چې د اسرائیل او امریکا دغه پلان بشپړېدو ته نږدې شوی او ښایي ډېر ژر اعلان شي.
د یونیسف ویاند، جېمز الډر ویلي: «یونیسف په خپلو خبرو کې تل ټینګار کړی،چې دغه پلان به د ماشومانو د لا ډېرې وېرې، مرګ او ټپي کېدو لامل شي. دا پلان د بشري اصولو خلاف دی او داسې ښکاري چې د اساسي اړتیاو لپاره د فشار په توګه وسیله جوړېږي. حال دا چې یوه ساده حل لاره شته: محاصره پای ته ورسوئ، بشري مرستو ته اجازه ورکړئ او د انسانانو ژوند وژغورئ.»
ورته مهال، د غزې اوسېدونکي له پراخېدونکي انساني ناورین څخه شکایت کوي. دوی وایي، نه یوازې د خوراکي توکو کمښت، بلکې د سون توکو نشتوالي له امله حتی ساده خواړه هم نه شي برابرولای.
راپور کې راغلي،چې د دغه پلان لمخې به د مرستو رسولو لپاره د “غزې بشردوستانه بنسټ” جوړ شي او خلکو ته به په څلورو زونونو کې بشري مرستې رسوي.
خو د یونیسف ویاند ویلي، دغه چاره خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کوي او په خبره یې خلک باید “یا مرګ او یا هم بې ځایه کېدل” غوره کړي.



