جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند د پاکستان درې ښارونه تر هوايي بریدونه لاندې راوستي

پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو ریاست (ISPR) د عمومي مشر، جنرال احمد شریف چودري، په حواله راپور ورکړی،چې هند د پاکستان د کوټلي، مظفرآباد او بهاولپور ښارونو پر بېلابېلو برخو د هوا له لارې توغندیز بریدونه کړي دي.

په دې اړه د پاکستان پوځي چارواکو ویلي،چې په بریدونو کې ملکي سیمې هدف ګرځول شوې،چې دوی به بې ځوابه پاتې نه شي.

که څه هم تر اوسه د دغه برید د تلفاتو کره شمېر مالوم نه دی، خو د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په بریدونو کې تر دې دمه ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

بلخوا هندي چارواکي ادعا کوي،چې بریدونه یوازې پر هغو اهدافو شوي،چې د ترهګرۍ له فعالیتونو سره تړاو لري او زیاتوي،چې د پاکستان هېڅ ډول پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.

هندي پوځ پر پاکستان تازه برید ته د “سېندور” عملیاتو نوم ورکړی.

سېندور هغه سور رنګ دی،چې هندوان پخپلو ودونو کې د ناوې ټنډه پرې سره کوي او په نورو مذهبي مراسمو کې یې هم کاروي.

د هند او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ د ۲۰۲۵م کال د اپرېل پر ۲۲مه د کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوه خونړي برید له امله پیل شو، چې په کې ۲۶ تنه هندي سیلانیان ووژل شول.

- Advertisment -spot_img