جمعه, دسمبر 12, 2025
جمعه, دسمبر 12, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د بې وزلو افغانانو لپاره د ۴۵۱ میلیون ډالرو غوښتنه شوې

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ويلي،چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې اړمنو خلکو ته د رسېدنې لپاره ۴۵۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

ياد بنسټ نن چهارشنبې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه پروګرام زیاته کړې: «که افغانستان یوازې ۱۰۰ کسان لرلای، نو ۵۰ به یې بشري مرستو ته اړتیا لرله.»

د د غه سازمان پر وینا، افغانستان ۴۸ میلیونه نفوس لري او نږدې یو پر دریمه برخه یې له بې وزلۍ او لوږې کړېږي او په ډېر سخت حالت کې ورسره مبارزه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی،چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ډېرو زیان منونکو کورنیو د ملاتړ لپاره ۴۵۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

پر افغانستان د امریکا د بشري مرستو په بندېدو سره، مرستندوی بنسټونه له مالي ننګونو سره مخ شوي دي.

- Advertisment -spot_img