پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ریچ: ډېری اړمنو افغانانو هېڅ بشري مرستې نه دي تر لاسه کړې

ریچ سازمان،چې د کډوالۍ او ناورین ځپلو سیمو په اړه معلومات راټولوي، د افغانستان په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، د بازارونو نوې ارزونې له مخې، نږدې نیمايي افغانانو د ۲۰۲۵ کال تر فبرورۍ پورې هېڅ ډول بشري مرستې نه دي ترلاسه کړې.

دغه موندنه په افغانستان کې د مرستو د ژور بحران ښکارندويي کوي، چې د نړیوالو مرسته‌کوونکو، په ځانګړي ډول د امریکا، د مالي مرستو تر بندېدو وروسته رامنځته شوی.

راپور ښيي چې د مرستو له پوښښ پاتې شویو اړمنو افغانانو سلنه د تېر کال له ۳۳ څخه سږکال ۴۸ ته لوړه شوې.

دا د ۲۰۲۱ م کال راهیسې، چې طالبان واک ته رسېدلي، اړو افغانانو ته د مرستو د رسېدو له ټولو ټیټه کچه ښيي.

دا راپور، چې په کې تر ډېره د اپرېل په میاشت کې د افغانانو اقتصادي وضعیت څېړل شوی او ریلیف ویب خپور کړی، زیاتوي: “که څه هم د مرستو وېش اکثره موسمي بڼه لري، خو اوسنی بدلون د پرله‌پسې کلونو په پرتله د مرستو د کموالي د دوام نښه ده.”

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، که د بېوزله افغانانو لپاره د بدیل ملاتړ لاره چاره ونه موندل شي، “دا وضعیت به د خوراکي خوندیتوب، بازار غوښتنې او د کورنیو د پېرلو وړتیا ته جدي ګواښ پېښ کړي.”

د ریچ راپور ښيي چې ۵۲ سلنه پلورونکي د توکو د برابرولو لپاره پور ته اړ شوي، اکثره دا پورونه د عرضه‌کوونکو یا خپلوانو له لوري ورکړل شوي، ځکه رسمي مالي خدمتونه لا هم محدود دي.

سره له دې چې مرستې کمې شوې، خو د ښارونو په بازارونو کې د اساسي توکو بیې نسبي ثبات لري، چې دا د بازارونو د مقاومت نښه بلل شوې.

خو راپور خبرداری ورکوي چې دغه ثبات تر شا یوه بله جدي ستونزه پټه ده او هغه دا چې د کورنیو عواید مخ په کمېدو دي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې اقلیمي اغېزو او ناوړه شرایطو اغېزمنې کړې دي.

راپور زياتوي؛ که د تمویل بهیر بېرته پیل نه شي او مرسته‌کوونکي همغږی اقدام ونه‌کړي، نو راتلونکې میاشتې به د خوراکي خوندیتوب، خوارځواکۍ او بې‌ځای کېدو له اړخه خطرناکې وي.

- Advertisment -spot_img