برېتانیا کې د ترهګریزو جرمونو په تور پنځه کسان نیول شوي، چې څلور ایرانیان هم په کې شامل دي.
د برېتانیا پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا نیونې په لندن، سوینډن او د منچسټر په لویه سیمه کې شوې،چې د یوه ځانګړي ځای د هدف ګرځولو یوې مشکوکې دسیسې سره تړاو لري.
د برېتانیا د پولیسو پر وینا، دا سړي د ۲۹ او ۴۶ کلونو ترمنځ عمرونه لري او د ترهګریزې حملې د چمتووالي په شک نیول شوي او لا هم تر توقیف لاندې دي.
پولیسو دا هم زیاته کړې،چې د دغو کسانو له ډلې د یوه کس تابعیت لا هم تر څېړنې لاندې دی.
د متروپولیتن پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشر ډومینیک مورفي ویلي،چې څېړنې لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي او دوی د بېلابېلو احتمالي لارو د څېړلو هڅه کوي، څو د پېښې تر شا هر ډول احتمالي انګېزه روښانه کړي او دا هم معلومه کړي،چې آیا له دې قضیې سره تړاو لرونکی کوم بل خطر د عامو خلکو لپاره شته که نه.



