شنبه, نوومبر 15, 2025
شنبه, نوومبر 15, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان د کشمیر پېښې په اړه دا ځل له عربي هېوادونو مرسته غوښتې

پاکستان د خلیج له هېوادونو غواړي،چې په هندي کشمېر کې د وروستۍ حملې پرسر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په اوارۍ کې مرسته وکړي.

د اسوشیتید پریس خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا غوښتنه پرون د خلیج د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې وکړه.

د راپور له مخې ښاغلي شریف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپریل د ۲۲مې نېټې د حملې په اړه د پاکستان د دریځ په اړه معلومات ورکړل.

په دې حمله کې ۲۶ تنه چې اکثره هندوان وو، ووژل شول. هند پاکستان د دې برید په ملاتړ تورن کړی،خو اسلام آباد دا تور ردوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د تېرې دوشنبې په ورځ ویلي،چې هند په نژدې راتلونکي کې پر پاکستان د برید پلان لري.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکوروبیو د چارشنبې په ورځ د هند د بهرنیوچارو له وزیر اس جېشنکر او د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ټلیفوني خبرو کې هغوی وهڅول،چې د کشمیر له حملې وروسته د دواړو هېوادو په اړیکو کې رامنځ ته شوی کړکېچ په سوله يیز ډول حل کړي.

- Advertisment -spot_img