جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روبیو : پاکستان دې د پهلګام برید عاملین پیدا کړي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند او پاکستان ترمنځ کشمیر کې د زیاتېدونکي کړکېچ له اړخه اندېښنو ته په کتو د دغو هېوادونو له چارواکو سره تلېفوني خبرې کړې.

واشنګټن وايي، ښاغلي روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرو کې غوښتي،چې نوموړی دې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پهلګام کې د اپرېل د ۲۲مې برید وغندي.

هغه پر دې هم ټینګار کړی،چې اسلام اباد دې د دغه خونړي برید په تړاو څېړنو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وینا، ښاغلي روبیو د پاکستان لومړي وزیر ته ویلي: “له هند سره د کړکېچ کمولو، د مستقیمو اړیکو رغولو او سویلي اسیا کې د سولې امو ثبات ټینګښت لپاره کار وکړي.”

هغه د پاکستان له لومړي وزیر وروسته د هند له بهرنیو چارو وزیر اېس‌جی ‌شنکر سره هم په تلېفوني خبرو کې د نوي‌ډیلي له اړخه د کړکېچ د کمېدو او سویلي اسیا کې د سولې او ثبات دوام لپاره پاکستان سره د ګډ کار کولو ویلي دي.‌

واشنګټن زیاتوي،چې ښاغلي روبیو د پهلګام په خونړي ترهګریز برید کې پر مړینو خواشینې ښودلې او ټینګار یې کړی،چې امریکا له هند سره د ترهګرۍ خلاف ولاړه ده.‌

- Advertisment -spot_img