د یوناما مشرې د طالبانو د کډوالو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي څو له طالبانو سره په ګډه د کډوالو ستونزو ته د رسېدو برخه کې اغېزناک ګامونه واخلي.
له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ته ټاکل شوی ضربالاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېد؛چې له دغې نېټې راوروسته څه باندې سل زره افغانان په جبري ډول را ایستل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوناما مشرې له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی او د دغې برخې لپاره به لا ډېر مالي امکانات راجلب کړي.
هغې زیاته کړې، یوناما هڅه کوي څو له طالبانو سره په شریکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره اغېزناک کار وکړي.
د هغې په خبره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان حالت له نږدې ارزوي او تمه ده،چې له افغان کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي.
نوموړې له طالبانو سره په بېلا بېلو برخو کې پر سیاسي خبرو او بحثونو ټینګار کړی،چې د بحث وړ مسایل باید له ځانګړو لارو چارو حل شي.
د سرچینې پر حواله، مولوي عبدالکبير په یاده لیدنه کې ویلي، د کډوالو لپاره په لنډمهاله پنډغالو کې ډېرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او همدارنګه کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د وېش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده او تر دې دمه ۵۸ ښارګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.
نوموړي خبرو کې ويلي، چې له نړۍ سره د خبرو پلوی دی او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته چمتو دی او له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نه متوجه کېږي.



