یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند د کاناډا ټاکنې وګټلې

کاناډايي رسنیو راپور ورکړی، چې د «مارک کارني» په مشرۍ لیبرال ګوند په فدرالي ټاکنو کې بریا خپله کړې ده.

د سي‌ټي‌وي د راپور له مخې، لیبرال ګوند وکولی شوای، چې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ وګټي، په داسې حال کې چې د پیر پولیور په مشرۍ محافظه کار ګوند په ټاکنو کې ماتې ومنله.

مارک کارني، د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ګوند مشر او لومړی وزیر شو، هغه وکولی شول چې په اقتصادي مسئلو تمرکز وکړي او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو ګواښونو سره مقابله وکړي.

د راپورونو له مخې، د کاناډا د متحده ایالاتو سره د یوځای کولو او د درنو تعرفو لګولو په اړه د ټرمپ جنجالي بیانونو په کاناډا کې د ملتپالنې احساساتو څپه راپورته کړه، چې د لیبرالانو په ګټه یې کار وکړ.

سره له دې چې د ۱۹۸۸ کال راهیسې د خپل ګوند له ټولو مشهورې رایې ګټلې، د محافظه کار ګوند مشر پیر پولیور ونه توانېد،چې بریالی شي، خو اعلان یې وکړ چې هغه به د ګوند مشرۍ ته دوام ورکړي.

د یادولو ده چې دې بریا د لیبرالانو څلورمه پرله پسې دوره په واک کې خوندي کړه.

- Advertisment -spot_img