غربي رسنیو د ایران د حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دغه هیواد کې د بندر عباس وحشتناکه او ویجاړوونکې چاودنه د کیمیاوي مادې «سوډیم کلورایټ» له امله شوې ده.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو یوه چارواکي، چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی، ویلي چې هغه کارګو چې د سوډیم کلورایټ جامد مواد لري، چې د توغندیو د تیلو لپاره کارول کیږي، د ایران د بندر عباس په شهید راجايي بندر کې وچاودید.
د خپرو شویو راپورونو له مخې دغه بار تېره میاشت (مارچ) بندر عباس ته رسېدلی و.
خو د ایران حکومت په رسمي ډول د دې چاودنې او د هغې د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه هېواد د روغتیا وزارت د چاودنې په پایله کې د کیمیاوي موادو د خوشې کېدو له امله په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت وروستي معلومات ښيي چې پرون د ایران په شهید رجايي بندر کې د چشت په چاودنه کې شاوخوا لس کسان وژل شوي او تر ۷۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.



