یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د څه باندې درېيو کلونو په تېرېدو سره هېواد کې ترافیکي پېښې زياتې شوې

د لوګر ولايت ځايي مسئولينو خبر ورکړی، چې د کابل – لوګر پر لويه لاره د مرکز پل علم اړوند «کلنګار» سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو تر ولکې لاندې د دغه ولايت امنيې قوماندانۍ وياند مولوي احمدالله رسنيو ته په خبرو کې ويلي، چې ياده پېښه نن هغه مهال رامنځته شوې، چې يو فروتينر ډوله موټر د لوړ سرعت له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زياته کړه، پېښه کې يوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي. نوموړي زياته کړې، د پېښې ټپيان د لوګر ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هېره دې نه وي، چې په دې وروستيو کې د کابل – لوګر پر لويه لاره ترافيکې پېښې زياتې شوې او مسئولين د دغو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې احتياطي په ګوته کوي.
د يو بل خبر له مخې:

د بغلان ځايي چارواکو هم د یاد ولایت په «دوشي» ولسوالۍ کې د یو پاسو موټر د چپه‌کېدو خبر ورکړی و، چې له امله يې درې تنه مړه او يو بل ټپي شوی دی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، مولوي شېراحمد برهاني ويلي، چې دغه ترافیکي پېښه پرون (شنبې د ثور ۶مه) د دوشي ولسوالۍ په «سنګ‌سراخ» سیمه کې د پاسو موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځ ته شوې، چې په کې سپاره کسان د بغلان پوهنتون محصلین ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې،چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.

- Advertisment -spot_img