په اسلاماباد کې د روسیې سفارت له خپلو اتباعو غوښتي،چې په پاکستان کې د وضعیت تر بیا عاديکېدو پورې دې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.
روسي اتباعو ته دا خبرداری له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان او هند د اړیکو تر ترېنګلتیا وروسته ورکړل شوی دی.
په اسلاماباد کې د روسیې سفارت ویلي، تر هغو چې وضعیت ښه شوی نه وي، روسان دې پاکستان ته له هر ډول تګ راتګ ډډه وکړي.
څو ورځې وړاندې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د وسلهوالو په خونړي برید کې ۲۷ کسان ووژل شول او د لسګونه نورو د پټيکېدو راپورونه ورکړل شول.
له هغه برید څو ساعته وروسته پاکستاني اتباعو ته امر وکړ،چې په ۴۸ ساعتونو کې له هند څخه ووځي او همدا راز په دغه هېواد کې یې د پاکستان سفارت ته د یوې اوونۍ لپاره د نور فعالیت اجازه ورکړه.
هندي چارواکو د کشمیر په برید کې د پاکستان د ښکېلتیا ادعا کړې او له دغه هېواد سره یې د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرېکېدو خبرداری هم ورکړی دی.
بلخوا پاکستاني حکومت د هند دغه خبرداري په غبرګون کې ویلي چې که پر پاکستان هر ډول برید وشي، اسلاماباد به چټک ځواب ورکړي.
د ویلو ده چې پرون د پاکستان او هند په ځینو سرحدي سیمو کې د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي وو، خو د مرګژوبلې په اړه یې جزئیات نه دي خپاره شوي.



