د فرانسې خبري آژانس د سيمه ييزو ايراني رسنيو په حواله راپور ورکړی،چې د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۵ ته ختلی دی.
راپور کاږي، چې نن د غرمې شاوخوا دوولس نيمې بجې د بندرعباس ښار د شهید رجايي په بندري تاسیساتو کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د عیني شاهدانو پر وینا، د چاودنې شدت دومره ډېر و،چې د څو کیلومترو لرې د ودانیو کړکۍ یې ماتې کړې او ځمکه یې لړزولې ده.
د ایران د بیړنیو پېښو د مدیریت د سازمان ویاند حسین ظفري فارس خبري اژانس ته ویلي: «د شهید رجایي بندر په سیمه کې د چاودنې ځواک دومره لوی و،چې غږ او ټکانونه یې لږ تر لږه ۵۰ کیلومتره لرې احساس شول، تر دې چې ځایي خلکو حتی د ځمکې د لړزېدو راپور ورکړ.»
د تسنیم خبري اژانس بيا ویلي،چې د چاودنې ځای د شهید رجایي بندر کې یوه اداري ودانۍ وه، د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي او لا تر اوسه يې لامل نه دی معلوم شوی،خو ویل کېږي،چې پېښه د خطرناکو او کیمیاوي موادو په ډیپوګانو کې رامنځته شوې.
له دې وروسته به د بندر فعالیتونه تر هغې وځنډول شي،چې وضعیت د امنیتي او مرستندویه ځواکونو په بشپړ کنټرول کې نه وي راغلی.



