یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مسکو ته څېرمه د روسیې پوځي چارواکی وژل شوی

 

د روسیې تحقیقاتي کمېټې؛ د مسکو لمن کې د دغهَ هېواد یو جګپوړي پوځي افسر، چې د ډګر جنرالۍ رتبه یې لرله د وژل کېدو خبر ورکړی.

وژل شوی کس یاروسلاو موسکالیک نومېږي او د روسیې د وسله والو ځواکونو د عمومي درستیز د عملیاتي ریاست مرستیال و.

دغه جنرال نن په موټر کې د نیستروف پر سړک روان و،چې د ریموټ کنټرول له لارې په ترسره شوې چاودنه کې وژل شوی.

د روسیې د تحقیقاتي کمیټې په وینا د ډګرجنرال یاروسلاو موسکالیک د وژلو د پېښې تحقیقات روان دي.
پروسږ کال د ډسمبر په میاشت کې جنرال ایګور کیريلوف هم په مسکو کې په یوې چاودنه کې وژل شوی و، د هغې چاودنې مسئولیت د اوکراین استخباراتو منلی و.

خو تر دې دمه د موسکالیک د وژلو مسئولیت چا نه دی اخیستی.

- Advertisment -spot_img