جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي

د غزې روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې د پنجشنبې سهار راهیسې د اسرائيلي ځواکونو په بريدونو کې له ۶۰ ډېر فلسطينيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي، چې د وژل شويو په ډله کې د يوې کورنۍ ۱۲غړي هم شامل دي.

همدارنګه د اسراییلي ځواکونو لخوا د فلسطین په خاوره د نن سهار وختي بریدونو په جریان کې هم تلفات اوښتي چې تراوسه یې کره شمېر نه دی مالوم.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۸مه د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند له ماتېدو راهیسې، یو زر ۹۷۸ کسان وژل شوي او ۵ زره او ۲۰۷ نور ټپیان دي.

غزه کې ملکیانو ته دغه مرګژوبله داسې مهال اوړي چې تېره ورځ د اسراییل پوځ یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د غزې “بیت حانون” کې نښتو او ډزو کې یې یو سرتېری وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دوو نورو سرتېرو روغتيايي وضعیت نازک ښودل شوی.

د اسرائیلي پوځ پر وینا، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې بیت حانون څخه وسله والو د ټانک ضد توغندی ووېشت او د اسراییلي پوځیانو په مرکزونو یې ډزې وکړې.

- Advertisment -spot_img