په تخار کې له زده کړو بې برخې شوې یو شمېر نجونې وايي، چې له ښوونځي او پوهنتون څخه د درې نیم کلن محرومیت له امله په بېلابېلو رواني ناروغیو اخته شوي دي.
د دغه ولايت د يوه ښوونځي زده کوونکې مولوده وايي، “ما غوښتل چې پوهنتون ته لاړه شم او ټوله هڅه مې دا وه چې په راتلونکي کې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړم،خو د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو تړلو دروازو ، زما هیلې نیمګړې کړې اوس هم دغه حالت دوام لري او دې حالت زه په ژور خپګان اخته کړې یم.”
سرواسا رایان په تخار کې بله هغه زده کوونکې ده،چې د سلګونو نورو نجونو په شان له زده کړو بې برخې شوې.
نوموړې په دې اړه وایي: “په تخار ولایت کې د پوهنتون تړل او د زده کړو محدودیتونه د دې لامل شوي،چې ډېری شمېر نجونې له سختو ستونزو سره مخ شي ، زه شخصاً احساس کوم چې د دې وضعیت په پایله کې ما هغه فشارونه احساس کړي،چې حتی په ژور خپګان اخته شوې یم ، دا ستونزې زما لپاره خورا سختې دي او په داسې شرایطو کې حتی ساه اخیستل راته ګران شوي دي.”
د رواني ناروغیو ډاکټران هم تائیدوي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د نجونو پر مورال منفي اغېز کړی دی.
په تخار کې د رواني ناروغیو ډاکټر صمیم فرامرز ويلي، دا مسئله د هغو نجونو په منځ کې چې له زده کړو بې برخې دي د شخصیت اختلالات، د خوب اختلالات او رواني اختلالات رامنځته کولای شي.
نوموړی زياتوي، “ ما لیدلي چې ډېری نجونې د زده کړو د محرومیت او د ناوړه رواني شرایطو له امله د شخصیت په اختلالاتو، د خوب په اختلالاتو او رواني اختلالاتو اخته شوي دي. دا د دوی لپاره ډېره ګرانه ده چې د ژوند له ستونزو سره په اسانۍ مقابله وکړي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د تخار د عامې روغتیا ریاست د شمېرو پر بنسټ په تېرو څلورو کلونو کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان په بېلابېلو روحي او رواني ناروغیو اخته شوي او د درملنې په موخه یې روغتیايي مرکزونو ته استولي دي.
له دې ډلې یوازې په ۲۰۲۴ م کال کې په دغه ولایت کې ۲۲۱۸۹ تنه په رواني ناروغیو اخته شوي وو.



