د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنت، ویلي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي بلنه او د دې ډلې له چارواکو سره لیدنه د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، سپکاوی دی. بنت د دوشنبې په ورځ په اېکس شبکې کې لیکلي چې په بروکسل کې له طالبانو سره لیدنه «د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو، سپکاوی» بلل کېږي. هغه همدارنګه له اروپا څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر پر چټکتیا نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د بشري حقونو او د پناه غوښتنې قوانینو ته درناوی اړین دی، او افغانان باید د افغانستان ناامنو شرایطو ته بېرته ونه لېږل شي. په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک، هم د اروپايي ټولنې له هغو نویو مقرراتو نیوکه کړې چې د کډوالو د چټک ایستلو لپاره وضع شوي دي، او د بشري حقونو او د پناه غوښتنې د قوانینو د رعایت غوښتنه یې کړې ده. دغه غبرګونونه وروسته له هغې مطرح شوي چې اروپايي کمېسیون تایید کړه، د کډوالو د ایستلو اړوند تخنیکي موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره یې د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته بللی دی. د بلجیم حکومت هم ویلي چې د دې پلاوي د غړو لپاره د ویزو د صادرولو موضوع تر ارزونې لاندې ده.



