د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې فېسبوکپاڼې خپور کړي پیغام کې د افغان لومړي او یوازیني فضانورد عبدالاحد مومند پر ناڅاپي مړینې خواشیني څرګنده کړې ده. ښاغلي غني عبدالاحد مومند د افغانستان ملي ویاړ بللی او ویلي یې دي چې نوموړي فضا ته د افغانستان د ملي رنګونو او سپېڅلي قرآن کریم په وړلو سره، هېواد په نړیواله کچه معرفي کړ. هغه زیاته کړې چې د «میر» فضايي تمځي کې د مومند نهه ورځني حضور د یو وخت لپاره افغانان د کورنیو اختلافونو له ترخو خاطرو راواړول. اشرف غني په پای کې د عبدالاحد مومند له کورنۍ سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړي او د هغه لپاره یې له الله تعالی څخه د مغفرت دعا کړې ده.



