دوشنبه, مارچ 9, 2026
دوشنبه, مارچ 9, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا له اوکراین سره مهمه اقتصادي موافقه لاسلیک کړې

دا موافقه وروسته له هغه لاسلیک شوه،چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اوونۍ پرله‌پسې فشار راووړ،چې اوکراین دې د هغو میلیارډونو ډالرو پوځي او مالي مرستو تاوان ورکړي،چې واشنګټن د روسیې د یرغل پر ضد د اوکراین د دفاع لپاره برابرې کړي دي.

یوې اوکراینۍ چارواکې پرون د حکومت په استازیتوب یو تړون لاسلیک کړی،چې د (د امریکا او اوکراین د بیا رغونې د پانګونې صندوق) رامنځته کوي.

د دې تړون هدف دا دی،چې د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي ودې یو مناسب چاپېریال رامنځته شي.

د اوکراین د صدراعظم لومړۍ مرستیالې یولیا سویریدینکو پر ایکس پاڼه لیکلي: «موږ له متحدو ایالتونو سره یو ځای یو صندوق جوړوو،چې نړیوالې پانګې زموږ هېواد ته را جذب کړي.»

- Advertisment -spot_img