سپینې ماڼۍ د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د ۱۴ مادو لرونکي تفاهملیک متن خپور کړی دی. دغه سند چې په برېښنايي ډول لاسلیک شوی، ټاکل شوې د جمعې په ورځ په سویس کې په یوه رسمي مراسمو کې لاسلیک شي. د سند له مخې، دواړه لوري او د هغوی متحدین ژمنه کوي چې روانه جګړه به په ټولو جبهاتو، د لبنان په ګډون، سمدستي او دایمي توګه پای ته رسوي او د یو بل پر وړاندې به له هر ډول برید، ګواښ او د زور له کارولو ډډه کوي. په سند کې د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت پر ساتنې هم ټینګار شوی دی. په دې تفاهملیک کې امریکا او ایران د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې هوکړه کړې او ژمنه یې کړې چې د وروستۍ موافقې د ترلاسه کولو لپاره به تر ۶۰ ورځو پورې خبرې اترې وکړي. سند همداراز ښيي چې د ایران د سویلي بندرونو پر وړاندې د سمندري محاصرې د لرې کولو بهیر پیل شوی او امریکا به دا بهیر په بشپړ ډول تر ۳۰ ورځو پورې پای ته ورسوي. په مقابل کې، ایران به د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ د جګړې له پیل مخکې حالت ته راولي. د تفاهملیک له مخې، امریکا به د وروستۍ موافقې له ترلاسه کېدو وروسته خپل ځواکونه د ایران له نږدې سیمو وباسي او خپل پوځي حضور به د شخړو له پیل مخکې حالت ته بېرته وګرځوي. د سند له مهمو مادو څخه یوه هم د سیمهییزو شریکانو په همکارۍ د ایران د بیارغونې او پراختیا لپاره د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د اقتصادي طرحې رامنځته کول دي، چې د پلي کېدو جزئیات به یې تر ۶۰ ورځو پورې وروستي شي. همداراز امریکا ژمنه کړې چې پر ایران لګول شوي ټول بندیزونه به لغوه کړي، خو د دې اقدام مهالوېش او د عملي کېدو څرنګوالی به په وروستۍ موافقه کې مشخصېږي. د اټومي پروګرام په برخه کې، دواړو لورو هوکړه کړې چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او موجود غني شوي اټومي مواد به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې د رقیق کولو له لارې مدیریت شي.



