جمعه, جون 19, 2026
جمعه, جون 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: په لبنان کې د اسرائیلو جګړه اوږده شوې او تلفات یې زیات کړي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د لبنان په وړاندې د اسرائیلو د روانو بریدونو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا جګړه تر حد زیاته اوږده شوې او د پام وړ تلفات یې رامنځته کړي دي. هغه د اسرائیلو له خوا پر ملکي ودانیو بریدونه هم غندلي او ټینګار یې کړی چې د دغو ودانیو ټول اوسېدونکي د حزب‌الله غړي نه دي. ترمپ همداراز ویلي چې هغه اسرائیل ته وړاندیز کړی څو سوریې ته اجازه ورکړي چې له حزب‌الله سره مقابله وکړي. نوموړي زیاته کړې: «زما په نظر سوریه به په دې برخه کې ښه کار وکړي.» هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې که دی په واک کې نه وای، نو اسرائیل به نن نه وای موجود.

- Advertisment -spot_img