بنیامین نتانیاهو، د اسرائیل لومړی وزیر، د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د هوکړه له اعلان وروسته په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې د دې «تړون» تفصیلات د اسرائیل لپاره روښانه نه دي او له منځپانګې یې خبر نه دی. هغه د دوشنبې په ورځ ده غبرګولی ۲۵ مه په یوه خبري ناسته کې وویل: «دا تړون د ډونالډ ټرمپ پرېکړه ده. موږ خپلې ګټې لرو.» بنیامین نتانیاهو ټینګار وکړ چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اسرائیل دریځ بدل شوی نه دی او زیاته یې کړه: «له تړون سره یا بې له تړون، ایران به هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي؛ نه نن او نه سبا.» په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ د دې «تړون» د اصلي اړخ په توګه یاد شوی، خو د هوکړه بشپړ تفصیلات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.



