ایران خبرداری ورکړی چې هرمز تنګي ته نږدې کېدل به د دښمن له ملاتړ سره برابر وبلل شي د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه په یوه اعلامیه کې ویلي، هر هغه حرکت چې هرمز تنګي ته نږدې ترسره شي، د دښمن له لوري د همکارۍ په توګه تعبیرېدای شي. په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا لهخوا د اوربند د شرایطو د پرلهپسې سرغړونو له امله، هرمز تنګی به تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې شي.



