شنبه, جون 27, 2026
شنبه, جون 27, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ له ایرانه وغوښتل چې د توغندیز برید وروسته بېرته خبرو ته ستون شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ایران له لوري د اسرائیل شمال ته د بالستیک توغندیو تر توغولو وروسته، له تهرانه وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي او بېرته د خبرو مېز ته ستون شي. ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې وویل: «تاسو خپل توغندي وتوغول، نور بس دی. بېرته د خبرو مېز ته راشئ او هوکړې ته ورسېږئ.» دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ایران د لبنان د بیروت ښار په ضاحیه سیمه کې د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې څو توغندي د اسرائیل پر لور وتوغول. دې پېښې په سیمه کې د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو او د دواړو لورو ترمنځ د نازک اوربند د احتمالي ماتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. ټرمپ همداراز ټینګار وکړ چې د پوځي نښتو دوام کولای شي د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي سیاسي هوکړې لپاره روانې هڅې له ستونزو سره مخ کړي.

- Advertisment -spot_img