د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي، تهران ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر او د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف ځانګړی پیغام له ځان سره د ایران رهبر ته استولي ده هغه له د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني سره په لیدنه کې وویل، دغه پیغام د سیمې له اوسني وضعیت سره تړاو لري او موخه یې د کړکېچونو کمول او د ډیپلوماتیکو حللارو پرمختګ دی. په دې لیدنه کې د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل چې تهران او اسلاماباد هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري له درې میلیارده ډالرو څخه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي. نوموړي همدارنګه د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو په هڅو کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه. محسن نقوي د دواړو هېوادونو اړیکې ورورګلوې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې سیاسي او ډیپلوماتیکې هڅې به د شته بحرانونو په حل او د سیمې د وضعیت په ښه کېدو کې اغېزمنې تمامې شي.



