د روسیې او افغانستان ترمنځ د پوځي ـ تخنیکي همکاریو د تړون له لاسلیک وروسته، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر، رستم خبیبولین، ویلي چې د تاتارستان جمهوریت شرکتونه چمتو دي د افغانستان د روسي جوړو پوځي تجهیزاتو د ترمیم، ساتنې او بیارغونې په برخه کې همکاري وکړي. خبیبولین ویلي، تاتارستان کولی شي د پوځي وسایطو او تجهیزاتو د ساتنې، د اړتیا وړ پرزو د برابرولو، ځانګړو تخنیکي وسایلو او موټرو د بیارغونې په برخو کې خپلې تجربې او تخنیکي وړتیاوې له افغانستان سره شریکې کړي. د نوموړي په وینا، دا همکاري به د دواړو لورو ترمنځ د پوځي ـ تخنیکي اړیکو د پراختیا او د تجهیزاتو د عملیاتي وړتیا د لوړولو لپاره مهمه ونډه ولري.



