د راپورونو له مخې، د دغه سفر موخه د قطر له لومړي وزير سره خبرې بلل شوې دي او د بحثونو مهم محورونه «د هرمز تنګي» او «د ايران غني شوي يورانيم زېرمه» ياد شوي دي. په همدې حال کې، ايراني رسنيو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د ايران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي د بندو شتمنيو د ازادېدو د بهير د څېړلو او د مذاکراتو د اقتصادي کمېسيون په چوکاټ کې قطر ته سفر کړی دی. ويل کېږي چې د قطر يو پلاوی هم تېره اوونۍ تهران ته تللی و، په داسې حال کې چې له امريکا سره د مذاکراتو په تړاو د ايران له مهمو غوښتنو څخه يوه د کنګل شويو مالي سرچينو ازادول بلل کېږي.



