شنبه, مې 30, 2026
شنبه, مې 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عاصم منیر په تهران کې له لوړپوړو ایراني چارواکو سره ولیدل

دغه لیدنې په داسې حال کې ترسره شوې چې د ایران او پاکستان اړیکو په وروستیو میاشتو کې، په ځانګړي ډول د سرحدي کړکېچونو او همدارنګه د سیمې د تحولاتو له امله، ډېر اهمیت خپل کړی دی. عاصم منیر تهران ته د خپل سفر پر مهال له مسعود پزشکیان او محمدباقر قالیباف سره لیدلي او وروسته یې له عباس عراقچي سره هم خبرې کړې دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه یو د ایران او امریکا د مذاکراتو موضوع او په منځګړیتوب کې د پاکستان احتمالي رول و. خو تر اوسه د دغو خبرو د محتوا په اړه نور رسمي جزییات نه دي خپاره شوي. له ایراني سیاسي او ډیپلوماتیکو لوړپوړو چارواکو سره د پاکستان د پوځ د مشر جلا جلا لیدنې ښيي چې دا سفر یوازې پوځي ماهیت نه درلود، بلکې سیاسي او سیمه‌ییز اړخونه هم پکې برجسته وو.

- Advertisment -spot_img