چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اسرائیلو هوايي بریدونه د لبنان جنوب او ختیځ ته وغځېدل؛ صور او بقاع په نښه شول

لبنانۍ او سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان په جنوب او ختیځ کې پر څو سیمو هوايي بریدونه کړي دي؛ هغه بریدونه چې د صور ښار او د بقاع سیمه یې په نښه کړې ده. د العربیه خبریال د راپور له مخې، د لبنان په جنوب کې پر صور ښار دوه هوايي بریدونه شوي او هم‌مهاله د ختیځ بقاع د بریتال سیمه د پنځو نورو بریدونو هدف ګرځېدلې ده. د لبنان ملي خبري اژانس هم ویلي چې اسرائیلي جنګي الوتکو د شپې له نیمایي مخکې د بریتال شاوخوا غرنیو لوړو سیمو کې د «النبي سریج» سیمه، چې د ختیځ غرنیو لړیو په لمنه او د سوریې پولې ته نږدې موقعیت لري، پنځه ځله بمبار کړې ده. یاده سیمه د تېرو میاشتو پر مهال د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ د اوربند له پلي کېدو راهیسې، لږ د مستقیمو بریدونو سره مخ شوې وه. خو له دې سره سره، د لبنان پر بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول جنوبي سیمو، د اسرائیلو بریدونه دوام لري او سرحدي ترینګلتیا لا هم پر ځای ده. د دې خبر تر خپرېدو پورې، د دغو بریدونو له امله د انساني تلفاتو یا مالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

- Advertisment -spot_img