ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې په لومړیو ورځو کې د محمود احمدينژاد، د ایران د پخواني ولسمشر، پر استوګنځي هوايي برید شوی و؛ هغه برید چې د دې ورځپاڼې په وینا، هدف یې له کورني بند څخه د هغه ازادي او د نظام د بدلون له بهیر سره مرسته وه. نیویارک ټایمز د سېشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د اسرائیل د لومړنیو بریدونو په څپه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر او د دغه هېواد د یو شمېر لوړپوړو چارواکو له وژل کېدو وروسته، ډونالډ ټرمپ په علني ډول ویلي وو چې ښايي غوره وي «یو کس له دننه» د ایران اداره په لاس کې واخلي. د راپور له مخې، امریکا او اسرائیل هغه مهال پر یوې غیرمتوقع انتخاب تمرکز کړی و؛ محمود احمدينژاد، هغه څېره چې د اسرائیل او امریکا ضد سختو دریځونو له امله پېژندل کېږي. دې ورځپاڼې د هغو امریکايي چارواکو له قوله، چې له یاد پلان څخه خبر وو، ادعا کړې چې دغه طرحه د اسرائیل له خوا جوړه شوې وه او په دې اړه له احمدينژاد سره هم مشورې شوې وې، خو دا پلان ډېر ژر له خپلې اصلي لارې واوښت. تر دې مخکې د تهران ختیځ کې د محمود احمدينژاد پر استوګنځي د برید راپورونه، د هوايي بریدونو له لومړیو ورځو سره هممهاله، خپاره شوي وو. په لومړیو ساعتونو کې د هغه د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شول، خو لږ وروسته دا راپورونه رد شول. د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، په تېرو درېیو میاشتو کې د محمود احمدينژاد د روغتیايي وضعیت یا احتمالي ټپي کېدو په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره شوي او نوموړی هم په عامه محفلونو کې نه دی لیدل شوی.



